ټولنه

د افغانستان برېښنا شرکت د اساسنامې د تعدیل ناسته جوړه شوه

کابل / د مرغومي ۵مه / باختر
د افغانستان برېښنا شرکت د اساسنامې د تعدیل په موخه د همغږۍ ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې چې د د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت او د برېښنا شرکت یوشمېر رییسان او سلاکاران حاضر وو؛ د افغانستان برېښنا شرکت د اساسنامې د تعدیل او د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د مصوبې د تطبیق لپاره د لازمو اقداماتو د ترسره کولو په اړه بحث وشو.
دغه راز په دې ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د دغې اساسنامې په اړه خبرې وکړې او د تعدیل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
ټاکل شوې ده دغه اساسنامه هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د مصوبې د تطبیق په موخه تعدیل شي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته