امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٨
په قندهار ولايت کې تيره دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل طالب ټپي شو .
د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ د عامه چارو آمر ډګرمن محمد محسن سلطاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دځواکونو له خوا ترسره شول چې په بهيرکې يې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل طالب ټپي شو.
خبرځاى وويل : دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې څلور تنه نور طالبان نيول شوي دي .
خبرځاى زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې د ميوند ولسوالۍ د عثمان خيلو د کلي د بند تيمور او ده ميوند په سيمو کې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول او د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د ملي اردو د ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه عمليات د طالبانو له شتون څخه د دغو ساحو تر بشپړ پاکولو پورې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته