ټولنه

دنورستان او بدخشان دولايتونو زيانمنو شويو کسانو ته د ملي دفاع وزارت له خوا څلور ټنه خوراکي توکي وويشل شول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٨
دملي دفاع وزارت نن څلور ټنه خوراکي توکي دبدخشان ولايت د مايمي او د نورستان ولايت په برګمټال ولسواليو کې اړو کورنيو ته وويشل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي دفاع وزارت په څلورو ټنو خوراکي مرستو کې وريجې ،غوړي،چاى،بوره،لوبيا،نخود او دالنخود شامل دي د هوايي الوتکو په واسطه دغې سيمې ته ليږدول شوې دي له هغواړو کسانو ته چې دواورې دورښت له امله زيانمن شوي دي وويشل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل : دهيواد نورو سيمو ته دمرستې بهير دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته