امنیت

په کونړ کې دپاکستاني پوځيانو بريدشنډکړاي شو

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢٤ :

په کونړولايت کې دپاکستاني پوځيانو بريد نن پاى ته ورسيد.

دغه نښتې نن سهار په کونړولايت کې دافغانستان دسرحدي پوليسو په پوستو   دلسګونو تنو پاکستاني پوځيانو له بريد وروسته پيل شوې وې.

په لسګونو تنو پاکستاني پوځيانو دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ پورې اړوند بيشي  په سيمه کې  دافغانستان په څو سرحدي پوستو بريد وکړ .

افغان سيمه ييز مقاما ت وايي چې په څو ساعته نښتو کې اتو تنو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته .

له بلې خوا ددانګام ولسوالۍ  دبيشي  له سيمې  څخه رارسيدلي خبرونه وايي  چې  پاکستاني پوځيان دافغانستان دسرحدي سرتيرو له مقاومت وروسته تيښتې ته اړشول .

د کونړوالي فضل الله واحدي باختراژانس ته وويل چې دپاکستاني پوځيانو دبريد په بهيرکې  دافغانستان يو سرحدي پوليس ووژل شو اوڅلور تنه نوريې ټپيان شول .

دکونړوالي وايي  چې دغه نښته نن له غرمې مخکې او دډيورند له کرښي اخوا دپاکستاني پوځيانو له تيښتې وروسته پاى ته ورسيده.

ويل کيږي چې دپاکستاني پوځيانو له دغو بريدونوسره راکتي ملاتړ هم کيده.

دهيوادپه ختيځ کې دافغانستان دسرحدي پوليسو يو مقام باختراژانس ته وويل  چې له دې وروسته به په افغانستان اودهيواد په سرحدي پوستو دپاکستاني پوځيانو دتيريو په مقابل کې غلي پاتې نه شي .

ده وويل  پاکستاني پوځيان په  داسې  حال کې چې په پرمختللو  جنګي وسايل سمبال و خو دافغان  سرحدي ځواکونو په وړاندي يې دمقاومت وس نه درلود  او وتښتيدل .

دى وايي چې په دې څوساعته نښته کې دافغانستان دوه تنه سرحدي پوليس وژل شوي دي اوشپږتنه نور ټپيان شوي دي .

دسرحدي پوليسو دغه مقام تائيد کړه  چې په دې بريد کې پاکستاني پوځيانو ته هم دسرزيان اوښتي دى  خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .

ددانګام ولسوالۍ دبيشي دکلي يواوسيدونکي خيال محمد وايي چې پاکستاني پوځيانو په ملکي وګړو  ددغه بريد په بهيرکې  چې  جومات ته روان و هم ډزې وکړې او دوه تنه يې ټپيان کړل.

ده وويل  چې پاکستاني پوځيان  له سختي  ماتې وروسته دډيورند له کرښي اخوا تيښتي  ته  اړشوي دي .

په همدې حال کې رارسيدلي خبرونه  وايي چې له دغې نښتې وروسته دډيورن دکرښي په دواړو غاړو کې دبيشي په سرحدي سيمه کې تګ راتګ  بند شوي دي او ددواړو هيوادونو سرحدي ساتونکي په خپلو سنګرونو کې دي .

دکونړوالي  په سرحدي پوستو دپاکستاني پوځيانو بريد  دافغانستان په ځمکني بشپړتيا څرگند تيري وباله  که څه هم  دکونړ او نورستان دولايتونو  په ځينو سرحدي سيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه دروان هجري لمريز کال له پيل څخه په قوت سره دوام لري خو په وروستيو څو ورځو کې دافغانستان په سرحدي پوستو ددغو پوځيانو لومړي بريد بلل کيږي .

درارسيدلو خبرونو له مخې نن سهار اوتيره شپه هم دافغانستان په ختيځ کې په ځينو سرحدي سيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونو دوام درلود.

دکونړوالي وايي چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دپاکستاني پوځيانو له خوا ٨٥ توغندي ددغه ولايت  په ځينو سرحدي سيمو توغول شوي دي  خو دسرزيان يې نه دى اړولى .

په همدې حال کې  دنورستان ولايت دپوليسو مسوول غلام الله نورستاني هم  له باختراژانس سره په اړيکه کې تائيد کړه چې نن سهار اوتيره شپه  له پاکستان سره ددغه ولايت په ځينو سرحدي سيمو  دپاکستاني پو‌ځيانو  توغندي لګيدلي دي  خودسرزيان يې نه دى اړولى .

دروان هجري لمريز کال له پيل څخه تراوسه پورې دپاکستاني پوځيانوله خوا څه ناڅه څلور زره توغندي دافغانستان دکونړ اونورستان دولايتونو په سرحدي سيموتوغول شوي دي چې له امله يې دافغان ښځواوماشومانو په ګډون پنځوسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

دغه راز ددغو توغنديو دلګيدو له امله په سلګونو څاروي له منځه تللي او داستوګنې په لسګونو کورونه ويجاړشوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته