خبرونهاقتصادټولنه

په قندهار کې د ۴۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د بیا رغونې او پراختیايي پروژې پلې کېږي

کابل، د کب ۲۰مه، باختر
د قندهار د ښاروالۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۴۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د بیارغونې او پراختیايي پروژې پلې کېږي.
د یاد ولایت د ښاروالۍ وياند سيف الله عاصم د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې پام کې ده په ۱۴۰۳ ل کال کې د ښار په بېلا بېلو برخو کې د ۴۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د بیا رغونې او پراختیايي پروژې پلې شي چې د ښار اوسېدونکو ته به ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته شي.
هغه زیاته کړه چې په دغو پروژو کې به د سړکونو بیا رغول د اوبو شبکې جوړول د ښار کوڅې پخول او ورته نورې پروژې شامل وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته