کابل باختر د وري دريمه :
په تيرو څليرويشتو ساعتوکې دهيواد دامنيتي ځواکونو په ګډو فعاليتونو کې يوولس تنه وسله وال طالبان ونيول شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتردباختراژانس خبريال ته وويل په دغو فعاليتونوکې چې دملي اردو اودملي امنيت دځواکونو په همکارۍ دننګرهار ، قندهار ، زابل ، ميدان وردکو ، لوګر ، غزني ، خوست ، پکتيکا ، پکتيا اودهرات دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول پنځه تنه ياغيان ټپيان اويوولس تنه نور ياغيان دهيواد دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل دپوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز دپوليسو ځواکونو دننګرهار او هرات دولايتونوپه مربوطاتوکې شل ماينونه کشف او شنډ کړل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ