سیاست

دمشرانو جرګې غونډه وکړه

کابل باختر دمرغومي ٢٢ نيته :
د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په غونډه کې د امنيتي ارګانونو مسئولينو د هېواد د امنيت د ټينګښت په موخه د خپلو تدابيرو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړل.
اما دغونډی په بیل کی د مجلس غړو په داسي حال کې چې د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو دمنسوبینو له قربانيو او سرښندنو څخه قدرداني او ملاتړ څرګنداوه، د ملي دفاع وزارت سرپرست، د ملي امنيت دلوی رياست سرپرست او د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو معين څخه د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون مرستيال ډاکټر فيصل سميع او نورو سناتورانو د ترهګرو تر ولکې لاندي سيمو کی د پاکولو په موخه د دوي د تدبيرونو، د هېواد د سرحدونو د ساتلو، د جګړې د زياتوالي د علتونو، د مرکزي سيمو په لويو لارو کی ناامني، په عملياتو کې د امنيتي منسوبانو د تلفاتو د کمښت په مخه د تدبيرونو څرنګوالي، د وسله وال ځواک د يو شمېر منسوبينو د تيښتي علتونه، په ناامنيو سيمو کې د طالبانو د يو شمېر مشرانو د آزاد تګ راتګ، د طالبانو مشرتابه سره د روسي چارواکو د کتنې په اړه آوازي، د هېواد په ځينو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو د پیاوړی کولووړانديز او د یوشمیر سيمه ييزو پوليسو دمنسوبینوله خوا د قانون څخه لوړ داجرااتو په اړه شکايتونه، د يو شمېر کړيو پيژندل چې د سولې بهير ستونزمن کوي، په هېواد او په ځانګړي توګه کابل کې د غير مسئولو وسله والو کسانو زياتوالي او د تورو شيشو موټرونو تګ اوراتګ، په عملياتونو کې د لوړو پوړو پوځي چارواکو د نه ګډون، د تقاعد اسنادو په بشپړولو کې ستونزې او فساد، د امنيتي منسوبينو د ترفيع او تبديلۍ، د امنيتي ځواکونو دشهيدانو او معلولانو د معاشونو او امتيازونو په ورکړه کې نيمګړتياوې او د يو ولايت او بل ولايت د پوليسو په معاشونو کې توپير، د کندهار په هوايي ډګر د ترهګرو د بريد د علت او عواملو، د بهرنيو او په ځانګړي توګه د پاکستاني وګړو د اسنادو څېړنه چې په هېواد کې په کار بوخت دي، په يو شمېر ولايتونو کې د خيالي امنيتي ځواکونو د شتون، په راتلونکې کال کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټولټاکنو د په لاره اچولو په موخه د دوي د امنيتي تدابيرو، د بدخشان ولايت په ځينو ولسواليو کې د وېره اچوونکو د تشکيلاتو انسجام او د بهرنيو د شتون او د ځينو نورو مسايلو په اړه يو لړ پوښتنې مطرح کړي.
په پيل کې د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي په هېواد کې د جګړې د زياتوالي علت او عوامل له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو وتل، په وزيرستان کې عمليات او له يادې سيمې څخه د دوي تيښته، سيمه ييزي سيالۍ او د کانونو او نشه يي توکو دقاچاق له عايداتي سرچينو څخه استفاده وبلله، ويې ويل اړتيا شته چې د امنيتي مسايلو د څېړنې په موخه د امنيتي ارګانونو د مسئولينو سره د ملي شورا د دواړو مجلسونو د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيونونو ګډه غونډه جوړه شي تر څو يوه مناسبه تګلاره طرح او د پلي کېدو لارې يې وپلټل شي او هم يې زياته کړه چې د هېواد د سرحدونو د ساتلو په موخه د امنيتي ځواکونو تر څنګ بايد د سيمې د خلکو همکاري جلب شي، تر څو د ترهګرو له راتګ څخه مخنيوي وشي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وويل، دم ګړۍ په څو استقامتونو کې د امنيتي زړه ورو او مېړنیو منسوبينو عمليات دوام لري او په بدخشان او بغلان ولايتونو کې د ترهګرو پر وړاندي چاڼيز عمليات تر لاس لاندي دي او په عملي توګه د هلمند په جګړه کې د قول اردو لوړ پوړي منسوبين د امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه په جګړه کی بوخت دي او په راتلونکې کې به شپږ کنډکه تازه دمي ځواکونه په ياد ولايت کې وګمارل شي او زياته يې کړه، امنيتي او دفاعي ځواکونه د دښمنانو د ټکولو په خاطر په هلمند او نورو سيمو کې ځانګړي عمليات زيات کړي، له دي سربېره چې دښمنانو ته يې درانه زيانونه اړولي، د امنيتي ځواکونو يو شمېر اسيران يې هم د دوي له منګولو خلاص کړي دي او هم د مرکزي سيمو د لويو لارو په اوږدو کې نوي امنيتي پوستې د جوړلو په حال کې دي او د کندهار د هوايي ډګر اړوند بريد په تړاو يې د څو تنو د نيولو او ترسره شويو څېړنو څخه يې هم په لنډه توګه معلومات وړاندي کړل. معصوم ستانکزي د ملي اردو افسرانو د نوبتي ترفيعاتو په اړه دمعلوماتو په ترځ کی وويل چې د پيلوټانو او ډاکټرانو ترفيعات تر ډګروالۍ پورې د بست د په پام کې نيولو پرته اجرا کيږي. د ملي دفاع وزارت سرپرست په داسي حال کې چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي هوکړه ليک د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندي کول، وويل د امنيتي ځواکونو بودجه د ٢٠١٧ ميلادي کال پورې زموږ د ستراتيژيکو دوستانو له خوا تمويليږي چې دغه ژمنه به تر ٢٠٢٠ ميلادي کاله پوري وغځيږي او زياته يې کړه چې په تيرو درېو مياشتو کې دوه سوه عرادې نوي زرهي واسیطی د ملي اردو ځواکونو په واک کې ورکړل شوي او ټاکل شوي د کال تر پايه څلور سوه نورې عرادې هم د ملي دفاع وزارت په واک کې ورکړل شي او هم د نقليه واسطو د پرزه جاتو د اکمال لړۍ جريان لري او ياد وزارت خپل اساسي پام کشفي او هوايي برخې پياوړتيا ته اړولي دي،چې په همدي موخه به د هندوستان مرستندويې چورلکي ژر تر ژره د استفادي وړ وګرځي او په نږدي راتلونکې کې به د هېواد په هوايي ځواک کې څلور A29 الوتکې زياتې شي او هم هڅې رواني دي چې په راتلونکې کال کې اته بي پيلوټه الوتکې د هېواد په هوايي ځواک کې شاملي شي.
معصوم ستانکزي په غونډه کې زياته کړه چې ٣٦ چورلکې چې مخکې له روسيې څخه پيرل شوې وي د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د ځانګړو قطعو په واک کې دي او نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د پاکستان د لوي درستيز راحيل شريف سره په ټولو کتنو کې د هېواد لومړۍ درجه پوځي مسئولانو حضور درلود او نوموړي ته ویل شوي دي چې د هغو کسانو سره د سولې خبرې اتري وشي چې هغوي په عملي ډول په هېواد کې د سولې د ټينګشت غوښتونکې وي او جګړه غوښتونکو ترهګرو باندي به د ژوند فضا تنګه کړي، څرنګه چې سوله په عذر او ننواتو تحقق نه مومي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست زياته کړه، راتلونکې ته خوښ دي، ځکه چې د افغانستان خلک نه غواړي چې شاته تګ وکړي او د هېواد زړه ور سرتيري د قربانيو د زغملو سره سره د دي خاوري د لویشت لویشت خاوری څخه د دفاع له پاره تيار دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د ملي اردو څخه د تيښتي کچه ټيټه وبلله او ويې ويل چې د امنيتي منسوبانو د رخصتيو د تيرولو په خاطر ځانګړي تدابير نيول شوي او ترانسپورتي الوتکې د دوي په واک کې ورکول کيږي او زياته يې کړه، دم ګړۍ زيات امنيتي ځواکونه په تخار کې موجود دي او ډاډ يې ورکړ چې د هرات ولايت څخه د کادرونو د شموليت موضوع به حل کړي.
ورپسې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ارشد معين پاسوال محمد ايوب سالنګي د ملي او سيمه ييزو پوليسو د تشکيل د ډېرښت او د دوي د معاشونود ورکړې په اړه وويل، په تيرو کلونوکې هغه ولايتونه چې د ښه امنيت څخه برخمن وو، پوليسو يواځي خپل اصلي معاش اخيسته، خو په ناامنو ولايتونو کې دپولیسودمنسوبینو له پاره يو اندازه نورمادي امتيازات هم په پام کې نيول شوي وو ؛خو د بيا ځلي ارزونو او امکاناتو په کچه د ستونزو د پيژندنې په اساس به دي ستونزې ته لازمه رسيدګي وشي.
د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو معين د غير مسئولو افرادو له خوا د تيري اونی هوايي ډزو ته په اشارې سره وويل چې د کابل په کچه له دوي څخه شاوخوا ٣٣ تنه نيول شوي دي او ورسره به قانوني چلند وشي او څرګنده يې کړه چې په دي برخو کې ارزونې جريان لري او زياته يې کړه چې د کابل ښاريانو د ښه امنيت د ټينګښت په موخه د کابل ګارنيزيون جوړ شوي دي او هغوي ته چې غواړي وضعيت ګډ وډ کړي ، جدي او قانوني چلند به ورسره و شي.
امنيتي معين د ملي پوليسو له ليکو کې د جلب او جذب د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندي کړل او ويې ويل چې شاوخوا يو سلو اووه پنځوس زره د ملي پوليسو د تشکيل سقف دي او يو سلو دري پنځوس زره په تشکيل کې موجود دي او هغوي چې د ملي پوليسو په ليکو کې جذبيږي په تعليمي مرکزونو کې د تعليمي او مسلکي روزنو لاندي نيول کيږي او زياته يې کړه، د کورنيو چارو وزارت د نوي کړنلارې سره سم د پوليسو منسوبينو د ستونزو د حل او اسانتياوو د رامنځته کېدو په موخه يو لړ واکونه دزونونو قومندانانوته ورکړل شوي دي او هم د پوليسو د شهيدانو او ټپيانو کورنيو ته د رسيدګۍ په موخه پر يو ميکانيزم کار جريان لري.
نوموړي د ځينو بهرنيو اتباعو په تشخيص او پيژندنه کې د پوليسو سره د خلکو د همکارۍ غوښتونکې شو،هغه بهرنی اتباع چی پيژندپاڼي او داوسیدنی اجازه ونه لری،پولیسو ته دی ور وپیژندل شی او ډاډ یی ورکړ چی دسناتورانو نورومطرح شويو پوښتنو ته به لیکلی ځوابونو وړاندي کړی.
په پاي کې د يادو مسئولينو څرګندونې د مجلس د غړو له خوا د قناعت وړ وګڼل شوې او په وروستۍ برخه کې د ملي امنيت عمومي رياست د سرپرست محمد مسعود اندرابي د وړانديز او د سناتورانو د تاييد پر بنسټ نوموړي په سري غونډه کې د مشرانو جرګې غړو ته د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه څرګندونې وړاندي کړي.
دغونډه په بله برخه کې د علومو اکاډمۍ قانون د لومړۍ ګڼې د ضميمي ځينې برخې او د اووه ويشتمې مادې د تعديل طرحه چې د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو په کمېسيون او نورو کمېسيونونو کې تر بحث او څېړنې لاندي نيول شوې وه،د سناتورانو مير بهادر شاه واصفي او نبيه مصطفي زاده له خوا وړاندي شوه اود مجلس غړو له لوری درایو په اکثريت تصويب شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته