سیاستخبرونهTOPښوونه او روزنه

حنفي: اسلامي امارت د ښوونې او روزنې په رول ښه پوهېږي او د امکان تر حده د هغه د کیفیت او کمیت لوړولو کوښښ کوي

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر د فاریاب ولایت د علماوو شورا رئيس شیخ حیات الله حلیم سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې شیخ حیات الله حلیم د فاریاب ولایت د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د اسلامي امارت د مسوولینو او مجاهدینو په همت د دې ولایت خلک په امنیت، ارامي او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنه فضا کې ژوند کوي او خلک له امارتي مسوولینو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول مجاهدینو څخه د امنیت د تامین په برخه کې رضایت لري.

د فاریاب د علماوو شورا رئيس په نننۍ نړۍ کې د ښوونې او روزنې موضوع او ارزښت ته په اشارې د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې د هغه د کیفیت لوړولو او خورولو ته جدي پاملرنه وکړي.

ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي شیخ حیات الله حلیم ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د امنیت تامین او د خلکو ارامي د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسوولین په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدماتو رسولو او د امنیت په تامین کې خپلې هلې ځلې نه درېغوي.

مولوي حنفي وویل، اسلامي امارت د ښوونې او روزنې په رول ښه پوهېږي او د امکان تر حده د هغه د کیفیت او کمیت لوړولو کوښښ کوي او علمای کرام د یووالي او اتحاد په ساتلو او پياوړتیا کې مهم رول لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته