امنیت

په بګرام کې د امريکايي ځواکونو په پوځي اډې د ځانمرګى بريد نوي جزييات

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٢
په بګرام کې د امريکايي ځواکونو د ډوډۍ خوړلو خونې ته څېرمه نن سهار د چاودنې له امله شلو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پروان ولايت د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې چاودنه کې چې په بګرام کې د امريکايي ځواکونو د ډوډۍ خوړلو خونې په وړاندې وشوه، شلو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
خبرځاى وويل چې د دغې پيښې په قربانيانو او ټپيانوکې بهرني ځواکونه هم شامل دي.
ده د دغې پيښې له امله د سر د اوښتو زيانونو د دقيق شمېر او د بهرنيانو د هويت په باب څه ونه ويل .
د قدوسي د څرګندونو له مخې: د دغې چاودنې څرنګوالى هم تر اوسه مشخص نه دى، خو په پروان کې ځينې نوريې سرچينې وايي چې دغه پيښه د ځانمرګي بريد زيږنده ده .
ځانمرګى يرغلګر نن سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې د کارګرانو په ډله کې له لومړۍ دروازې څخه تېر شو او ځان يې د بهرنيوځواکونو د ډوډۍ خوړلوخونې په وړاندې وچاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته