کابل باختر د ليندي لسمه :
په قندهار ولايت کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې يوشمېر وسله والومخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي: دملي اردو ځواکونو د قندهار ولايت په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوشمېر وسله والومخالفينوته مرګ ژوبله واوښته او يوولس ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
دغه راز دملي اردو او د ايتلاف د ځواکونو په ګډو هلوځلوسره د وسله والو مخالفينو يوقوماندان له څلورو تنو افرادو سره يې د قندهار ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتوکې ونيول شو او ځينې غير دولتي سندونه يې ترلاسه شول .
ديوبل خبر له مخې: دملي اردو منسوبينو د ميدان وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال مخالفين له يو قوماندان سره ونيول.
0 1 دقیقه لوستل