فرهنګ

سيمينار په باب داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت بلنه

کابل باختردزمري دمياشتي ١٥ :

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په پام کې لري دطنز لومړنۍ سيمينار جوړکړي.

دهيواد له طنز ليکونکو، نمايشنامي ليکونکو او کارتونيستانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل اثار داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې اړوند کميسيون ته وليږي  .

اثار کولاي شي دغه مواد ولري .،

_  دافغانستان دنننۍ ټولنې  دبدمرغيو اومفاسدو سره دمبارزي په لاره کې دطنز رول.

_  دروحي الامو اوټولنيزو مصيبيتونو په درملنه کې دخندا اوظرافت اغيزي.؛

_   ددموکراسي  په تينګښت  کې دطنز رول .

_   زموږ په هيواد کې دجګړي پرضد اودسولې  په تامينولو کې دطنز رول .

ليکوالان او هنرمندان کولاي شي  دطنز جوړولو هنرنور اړخونه هم وڅيړي.

داړيکو شميري  :

٠٧٩٨١١٧٨٦٦  _   ٠٧٩٨٩٨٠٨٨٢

Email: najib,[email protected]

             najib,[email protected]

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته