سیاست

حامدکرزی: د افغانستان راتلونکی حکومت به له چین سره موجودې اړیکې نه یواځې پالې، بلکې هغه به لا پیاوړې کوي

کابل- باختر د ثور د مياشتې ٢٩ مه: د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي چین ته د خپل سفر په دویمه ورځ د چین د نړیوالې راډيو له پښتو څانګې سره په مرکه کې وویل: د افغانستان راتلونکی نوی حکومت به د چین له هېواد سره موجودې اړیکې نه یواځې پالې، بلکې هغه به لا پیاوړي کوي. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ: جمهوررئیس زیاته کړه چې ” د چین او افغانستان ترمنځ اړیکې د راتلونکې لپاره ډیرې مهمې ګڼل کیږي او د دغو اړیکو په لا ټینګېدوکې به د افغانستان ګټه نغښتې وي.” حامدکرزي زیاته کړه: چین له افغانستان سره یو دوست هېواد پاتې شوی او چینایانو هیڅکله هم داسې کار نه دی کړی او یا یې داسې تګلاره نه ده خپله کړې چې په هغې کې د افغانستان منفعت او خیر نه وي. د افغانستان ولس له چین سره په دې دوستۍ خوشحاله دی او مننه ورڅخه کوي. نو دغه اړیکې به لا ټینګیږي او د راتلونکې لپاره به داسې اقدامات کوو چې د ژوند په ټولو اړخونو، په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، فرهنګي او سوداګریزو چاروکې مو اړیکې لا پراخې شي. د هيواد جمهوررئیس په شانګهای کې د سیکا سازمان د څلورمې غونډې د جوړیدو په باب وویل چې دغه کنفرانس د آسیایي هېوادونو د همکارۍ او د اقتصادي پرمختیا او په ځانګړې توګه د امنیت لپاره ډېر مهم کنفرانس دی. د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه: دغه کنفرانس چې د چین هېواد د شانګهای په ښارکې جوړیږي، په ځانګړې توګه یې ارزښت په دې کې دی چی چين د نړۍ یو ستر هېواد دی او غواړي له دې کنفرانس څخه د آسیا په ګټه یوه موثره وسیله جوړه کړي، داسې وسیله چې د هغې له لارې په آسیا کې نه یواځې دا چې سوله راشي، بلکې په آسیا کې امنیت هم ټینګښت ومومي او دا سیمه له خطرونو څخه خوندي شي. د هېواد جمهوررئیس وویل: د دې کنفرانس هدف دا دی چې د امنیت د ټینګښت او له تروریزم سره پر مجادلې سربیره آسیا د اقتصادي پرمختګ په لور ګړندي ګامونه پورته کړي. د هېواد جمهوررئیس په دې مرکه کې د وریښمو د لارې د بیا احیا په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: د وریښمو د لارې د بیا احیا لپاره موږ د چین د حکومت د وړاندیز ملاتړ کوو. افغانستان په تېرکې د دغې لارې یو مهم مرکز او مهمه برخه وه. له دې لارې څخه به افغانستان ډیره ګټه واخلي. د دې لارې بیا احیا هم د چین، هم د سیمې او هم د افغانستان لپاره ګټوره ده. موږ نه یواځې داچې د دغه وړاندیز هرکلی کوو، بلکې په دې لاره باندې د سوداګرۍ او ترانزیت غوښتنه هم کوو. د افغانستان جمهوررئیس د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو په باب د پوښتنې په ځواب کې وویل : موږ له امریکا سره ښې اړیکې غواړو، داسې اړیکې چې د افغانستان او امریکې پر منفعتونو بناوي. موږ د امریکې سره داسې اړیکې غواړو چې افغانستان او د افغانستان خلک پکې خوندي وي، ګټې یې خوندي وي، ژوند یې پکې خوندي وي او افغانستان ته تاوان ونه رسیږي او د افغانستان خلک پکې ونه ځورول شي. موږ یوه رڼه او شفافه رابطه غواړو، داسې رابطه چې هغه په افغانستان کې د افراطیت او د تروریزم د ورکېدو باعث شي او سیمه پکې آرامه شي. حامدکرزي په ټینګار سره وویل چې زموږ او د امریکا ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک کېدو څخه باید سیمه د نا آرامۍ او خطر احساس ونه کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته