کابل باختر د چنګاښ څلور ويشتمه :
اووه تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار کله چې دبټي کوټ په ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو بريد وشو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې بريد کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدپرې وشو .
ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ