امنیت

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه
يو بندي په تخار ولايت کې له جېل څخه وتښتيد.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: دغه سړى چې د محکمې له خوا په ٢٥ کاله        بند محکوم شوى و، له ښځينه چادرۍ څخه په استفادې سره له جېل څخه تښتيدلی دی.
د تخار ولايت د جېل مدير ډګروال محمد عارف په دې باب له خبرو کولو څخه ډډه وکړه، خو د تخار د والي وياند جواد هجري د دغه بندي د تيښتې خبر تائيد کړاو د هغه د هويت په باب يې څه ونه ويل .
د تخار ولايت يو زيات شمېر بنديان، ډګروال محمدعارف د بنديانو په وهلو، ډبولو او  د هغوی په ځورونې تورنوي.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته