سیاست

د ټلويزيوني خپرونو د ډيجيټلي کولو په اړه مقرر کميسيون، خپله دويمه غونډه ترسره کړه

کابل – باختر د وري د مياشتې٣٠مه
د وزيرانو شورا د پرېکړې او د تېرې غونډې د پرېکړې په اساس، په هېواد کې د ټلويزيوني خپرونو له انالوګ سيسټم څخه ډيجيټل سيسټم ته د انتقال د پروسې په اړه ټاکل شوي کميسيون چې مشري يې د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان کوله، دويمه غونډه د اجرائيه رياست د لومړي معاونيت په دفتر کې ترسره کړه.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کميسيون په نننۍ غونډه کې چې د مخابراتو، اطلاعات او فرهنګ او د حج او اوقافو وزارتونو د بېلابېلو ادارو د استازو په ګډون سربېره د ټلويزيونونو اتحاديې او د عقاب شرکت استازو په کې هم په کې برخه اخستې وه، په هېواد کې د ټلويزيوني خپرونو د کيفيت او له انالوګ سيسټم څخه نوي او ډيجيټلي سيسټم ته د اړولو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د کميسيون مشر او د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان د خپلو خبرو په ترڅ کې د عقاب شرکت او د ټلويزيونونو استازو ته وويل چې دواړه لوري دې خپلې ستونزې او د ترسره شوي تړون په اړه خپلې اندېښنې وړاندې کړي چې د دواړو لوريو دلایلو ته په کتلو سره به پرې کمېسيون په راتلوونکې غونډه کې خپله پرېکړه د وزيرانو شورا ته واستوي.
د ټلويزيونونو د اتحاديې رئيس کميل د ټلويزيونونو د خپرونو له انالوګ سیستم څخه د ډیجيټل سیستم ته د انتقال د پروسې په اړه خپلې اندېښنې او وړانديزونه کميسيون ته وړاندې کړل چې ورپسې د عقاب شرکت رئيس اېنډي او د دغه شرکت حقوقي مشاور فضل احمد معنوي د ټلويزيونونو د اتحاديې د استازو نيوکې او اندېښنې پرځای وبللې او د يادو اندېښنو په اړه د خپلو دلایلو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د تلویزيونونو د اتحاديې اندېښنو ته به په راتلوونکي کې مناسبې لارې چارې برابروي.
په پای کې د کميسيون ټولو ګډونوالو د تلویزیونې خپرونو د ډيجټلي کول اړين وبلل او د تلویزیونونو له اتحاديې او له نورو دولتي ارګانونو څخه غوښتنه يې وکړه چې له عقاب شرکت سره په دې اړه هر اړخېزې مرستې وکړي او په دې يې پرېکړه وکړه چې په راتلوونکې غونډې کې به پرې بیا هم مفصلې خبرې وشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته