امنیت

وسله والو ډاراچوونکو دپکتيا دپوليسو په قوماندانۍ بريد وکړ

پکتيا باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٨ :
وسله والو ډاراچوونکو نن سهار په ګرديزښارکې دپکتيا په امنيې قوماندانۍ ډله ييز بريد  وکړ.
دپکتيا د قول اردو وياند سردارولي تبسم د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ يوه له دغو ډار اچوونکو  څخه لومړى  په  چاوديدونکو توکوبار موټر دامنيې قوماندانۍ دروازې ته څيرمه  وچاوه او درې تنه نور يې هلې ځلې وکړې چې امنيې قوماندانۍ ته ننوځي.
ده وويل چې دوه تنه يې ووژل شول او يو تن بل يې تراوسه پورې مقاومت کوي.
ده وويل چې ډير ژر دپوليسوخاص ځواکونو به  دغه ډاراچوونکي وځپي .
ده  دپوليسو دسر زيان اودپيښې دتاوانونو په باب څه ونه ويل .
جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته