ټولنه

ښايي سبا په کابل کې واوره وشي

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٣٠
ښايي په کابل او د هيواد په زياترو ولايتونوکې سبا له غرمې وروسته لومړنۍ ژمنۍ واوره وشي.
باختر آژانس د هوا پوهنې د انټرنتي دستګاه له خولې خبر راکړ: ښايي په کابل او د هيواد په ځينو ولايتونوکې د لومړنۍ ژمنۍ واورې اورښت سبا له غرمې وروسته پيل شي او د سه شنبې تر ورځې پورې به په وقفو سره دوام وکړي.
په مسلمه توګه کروندګر به په کابل او په زياترو ولايتونوکې لومړۍ واوره ښه فال وبولي. ځکه ويل شوي دي: ((کابل دې بې زره وي؛ بې واورې نه.))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته