ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام:

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
دملکي هوايي چلند  خپلواکې ادارې داليف ګروپ دڅو تنو کارکوونکو دشهادت په اړوند باختر اژانس ته ديو پيغام په ليږلو سره د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي.
په پيغام کې ويل شوي دي له بده مرغه چې د هيواد قسم خوړلو دښمنانو پرون په يوه تروريستي بريد کې داليف شرکت پنځه تنه کارکوونکي چې دقندهار په نړيوال هوايي ډګر کې يې دنده ترسره کوله ،شهيدان کړل.
دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې دمشرتابه هيات او کارکوونکي دغه تروريستي بريد غندي او ددغې پيښې دقربانيانو له کورنيو او داليف ګروپ شرکت له مسوولينو سره دخپلې همدردۍ او غم شريکۍ مراتب څرګندوي.
دغه راز په پيغام کې دلوى خداى له دربار څخه ددغې پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله شوې ده او له امنيتي ځواکونو څخه غوښتل شوي دي چې ددغې پيښې پلان جوړونکي او عاملان په ډير لند ممکن وخت کې وپيژني او دقانون منګولو به يې وسپاري.
دغه راز په پيغام کې ويل شوي دي چې موږ د لوى خداى(ج) په مرسته او دخلکو په ملاتړ يوځل بيا ټينګار کوو چې خلکو ته دخدمت او دملکي هوايي چلند په برخه کې دپرمختګ په لاره کې له هيڅ راز هڅو او هاند څخه ډ ډه ونه کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته