اقتصاد

دسيلا وونو راوتل افغانستان ته د تاجکستان دبريښنا دبنديدو سبب شول

دوشنبه ايرنا باختردغويي١٠ مــــــــــــه

دتاجکستان د بريښنا شرکت اعلام و کړ چې دسختو اورښتو نو اودسيلا وونو درا وتلو له امله  د تاجکستان دسنګ تودي اود بغلان دپلخمري ترمنځ د بريښنا د ليږد ونې مزى زيا نمن شوي دي او له تاجکستان څخه د بريښنا ليږدول اوس بند شوى دى .

 د تا جکستان له سنګ تودې څخه پلخمري ته په يوه سا عت کې ددوه سوه شلو کيلو واټه بريښنا انرژي د ليږد ونې مزي ددې امکان برا بر وي چې هر کال په دو بي کې دخپلي اړ تيا وړ درې سوه ميګا واټه اضافي بريښنا افغا نستان ته صادره کړي

 د تا جکستان د بريښنا شرکت په دې اعلام سره چې افغا نستان ته د بريښنا صادرات به د بر يښنا په مزو کې د نيمګړتيا و تر لري کولو پورې وځنډيږي زيا ته کړه دغه شرکت هلې ځلې کوى چې افغا نستان ته د بريښنا بيا صادرات ډير ژر پيل شي

 ددوه سوه شلو کيلو واټو په ظرفيت د ليږد ونې مزى يو سلو اتلس کيلو متره په تا جکستان کې او يو سلو درې اتيا کيلو متره په افغانستان  کې غځيدلى دى

ختم بش

 

 دکابل_ مزا رشريف د لويې لاري په تاشقر غان کې دغره د يوې برخى ښو ئيدل دمسافرينو د انديښنې اود لاري د ځنديدو سبب شول

تر او سه پوري په لسګو نو تنه دنحچى د کلى دغره ديوې برخى دراغورځيدو له ويري له دغه کلى څخه وتلي دي

٣٠- مزارشريف باختردغويي١٠ مــــــــــــه

تاشقر غان تنګى ته څيرمه دغره ديوې برخې د ښو ئيد و له ا مله دکابل _ مزارشريف په لاره کې ترافيکي بهير له ستو نزو سره مخامخ شوې دى

دبلخ له ولايت څخه د باختر اژانس دخبريال دخبر له مخې يوشميرچلوونکى چې په دې لاره تګ راتګ کوي وا يي که چيري ددغه غره د برخى شو ئيدل همدغه شان دوام ومو مى سر بيره پر دي چې د کا بل_ مزارشريف لاره د ترافيکو پرمخ تړل کيږي شا يي د بريښنا ډاګې چې له ازبکستان څخه کا بل ته غځول شوي دي ويجاړ کړي اود خلم ولسوالۍ دسيند تګلوري د بنديدو سبب شي

دخلم ولسوالۍ دصياد د کلي او سيدونکى محمد اسمعيل وويل دسيفانچې په سيمه کې دغره يوه برخه دخلم دتکزارې له غره څخه جلا شوى ده او له پرون را په ديخوا دسړک په لور د شو ئيد و په حال کې ده

دده دڅرګندونو له مخې دسيفانچى د کلى په لسګو نو او سيدونکى د غره ددغى برخى د ښو ئيدو له ويري له خپلو کورونو څخه وتلى دى اود کلى په اته کيلو متري کې دصياد کلي ته يي پناه وړى ده

ديو ٣٠٣ سر ويس موټر چلوونکى خليفه  غا زى محمدوايي له تيرماښام څخه د غره شو ئيدل پيل شوي دي او په سلګو نو ټوټى ډبري له غره څخه د جلا کيدو په حال کې دي او دا کار دهغو چلوونکو د انديښنې سبب شوې دي چې په تګلوري کې تګ را تګ کو ي

يو بل چلوونکى دسمنګانو ولايت او سيدونکى عبدالخالق د غا زى محمد څرګند ونې تکرار کړي

دبلخ د ولايتى شورا رئيس محمد افضل اديب دغره ديوې برخې ښوئيدل تاييد کړل او ويې ويل پرون ددريو بجو په شا و خوا کې دفوايد عا مې ، دکليو د بيا جوړولو او پراختيا ، دکا نو نو ، له پيښو سره د مبار زي د اداري اود  ولايتې شورا درئيسا نو په ګډون يو هيئت سيمې ته لاړ او سا حه يي له نږدي و کتله دغره دغه برخه د کابل _ مزار شريف د لو يي لاري ختيځ خوا ته دسيفانچى په سيمه کى چې پنځه کيلو متره له تنګې څخه دسمنګانو په لور مو قعيت لري، بيله شوې ده اود ښو ئيدو په حال کې ده

ده خبر داري ورکړ که چيري حالت همدغه شان دوام و مو مى ښايي لويه لاره په بشپړه تو ګه بنده شي

 د بلخ ولايت هيئت دې نتيجې ته  رسيد لى دى چې بايد لو يه لاره په لنډ مهاله تو ګه و تړل شي او ددغې سترې کتلې د لري کولو کار پيل شي

 دا په داسي حال کې ده چې په ١٣٥٤ کال کې هم په همدى سا حه کې دسختې زلزلي او ددغه غره ديو کتلې د ويجاړيدو له ا مله دغه لويه لاره دترافيکو پرمخ وتړل شوه او په لسګو نو تنه ووژل شول او په لسګونو کورو نه ويجاړ شوي و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته