سیاست

د ګردن ديوال سړک ددويمې برخې او ددوو نورو پروژو قرارداد د جمهوررئيس دمرستيال په وړاندې لاسليک شو

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١ :
د ګردن ديوال سړک ددويمې برخې ، دچاريکارو ښار  دنعمان ليسې د سړک او دسمنګانو ولايت  دمرکز ايبکو ښار  دسړکونو دجوړولو قرارداد دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دمرستيال قانونپوه سرور دانش  او دملي شورا  ددواړو مجلسونو ديوشمير وکيلانو په وړاندې ،  دفوايد عامې دوزير  او دقراردادي شرکتونو داستازوله خوا نن لاسليک شو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
دجمهوري رياست مرستيال ددغه قرار داد دلاسليک کولو  په مراسمو کې وويل:  دملي وحدت حکومت هوډمن دى   چې د اقتصادي او تجارتي چارو دسمون او دخلکو دژوندانه د حالت  دښه والي په لاره کې  هغه سترې پروژې   چې دوروستيو کلونو په بهيرکې په ټپه دريدلې وې  ، په سم فني او تخنيکي مديريت سره فعالې کړي او ګټې اخيستنې ته يې وسپاري .
ده  زياته کړه:دسلما دمهم بند پرانيستل ، دکجکي بند دپراختيا دتفاهم ليک لاسليک ، دفراه ولايت دبخش آباد  دبريښنا دبند قرارداد ، دنږدې شلو نورو بندونو دتدارکاتو او قراردادونو  چمتو کيدل، دسړکونو او لويولارو دځنډول شويو پروژو بيا پيلول  او دهېواد بيلابيلو سيمو  ته دبريښنا دمزو غځول او له دې  جملې څخه دترکمنستان د  ٥٠٠ کيلوولټه بريښنادمزو غځول ، له دوشي څخه  ترباميانو پورې د ٣٠٠ ميګاواټه بريښنا په ظرفيت د ٢٢٠ کيلوولټو بريـښنا دمزو غځول اوپه لسګونو نورې سترې او کوچنۍ پروژې دافغانستان خلکو ته  مهمې او حياتي  پرمختياي پروژې بللې کيږي .
قانونپوه دانش په دې باندې په ټينګارسره  چې  د ټولو پرمختيايي پروژو په تطبيق کې بايد درې  مهم معيارونه  ملي ګټې ، اقتصادي اغيزمنتوب  او ټولنيز عدالت   او انډوليزه پرمختيا  په پام کې ونيول شي  ، زياته کړه  چې دافغانستان خلک انډوليزې پرمختيا ته زيات ارزښت ورکوي  ځکه  په تيرو وختونو کې  دافغانستان خلک اوهېواد  دپرمختيايي پروژو په تطبيق کې دتوپيرونو ، بې عدالتيو او ستمونو شاهدان و .
دجمهوري رياست مرستيال زياته کړه : دافغانستان دملي وحدت  حکومت وپتيله  چې  دانډوليزې پرمختيا  او دټولنيز عدالت د تحقق لپاره  له يوې خوا  او  له سمتي  اوقومي اختلافونو  اولانجو څخه ډډې کول له بله پلوه   ٥٠٠  کيلو ولټه مزي  دترسره شويو مطالعاتو اوډيزاين له مخې  دسالنګ له تګلوري څخه  او  ٢٢٠ کيلو ولټه مزى له دوشي څخه تر باميانو پورې  مرکزي سيمو ته وليږدوي چې د دوشي _ باميان دتمويلولو تفاهم ليک   دروان کال دغبرګولي دمياشتې په ٣٠نيټه دآسيا له پرمختيا بانک سره  په ارګ کې لاسليک شو.
قانونپوه  دانش د ګردن ديوال سړک دپروژې  اهميت ته په اشارې سره وويل :
دګردن ديوال سړک  په حقيقت کې ديوه ترانسپورتي دهليز په توګه  دافغانستان  ختيځ له لويديځ سره نښلوي او دکار او اغيزمنتوب  او داقتصادي ودې  اودملي ګټو دتامينولو په لحاظ  نه يوازې مرکزي سيمو ته بلکې  دټول هېواد لپاره يوه حياتي پروژه ده.
په دغو مراسمو کې دغه راز دفوايد عامي وزير انجينر محمودبليغ وويل  چې ددغو  پروژو دقرارداد په لاسليک کيدوسره عملي کار يې په ډير لنډ ممکن وخت کې پيليږي او دفوايد عامې وزارت  ژمن دى  چې ددغو پروژو دکار کيفيت  په جدي اودقيقه توګه وڅاري  او دغه پروژې به په ټاکلي وخت کې  ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.
ده زياته کړه  دهغو دريو قراردادونو ټول ارزښت  چې نن لاسليک کيږي  پنځه مليارده  درې سوه  پنځه پنځوس مليونه  اته سوه اووه اويازره افغانۍ کيږي  په دغو  پروژو  کې به څلور مليونه تنو ته دورځني کار زمينه برابره شي او يوولس زره تنه به په کار وګومارل شي .
دفوايدعامې وزير وويل : دګردن ديوال له  ٤٤ کيلومتره سړک څخه چې پخوا  کار يې پيل شوى دى ، په سلو کې پنځه شپيته بشپړ شوى دى اوپه روان کال کې به دهېواد له لويديځ لوري يعني له  هرات ولايت څخه هم دسړک دجوړولو کار پيل شي چې زموږ هېوادوالو ته يو زيرى ورکوونکى خبر دى.
په دغو مراسمو کې  دميدان وردګو  ، باميانو  ، سمنګانو اوغور وکيلانو  دملي وحدت په حکومت کې دپروژو  دتحرک له امله دقدردانۍ په ترڅ کې  هغو ناخوالو   او کمزورتياو ته  په اشارې سره  چې   جوړونکوشرکتونو او مسوولو بنسټونو په تيرو وختونو کې لرلې ، ټينګار وکړ چې اجرا کوونکي شرکتونه  دمجريانو په توګه او دفوايد عامې وزارت دپروژو  دکتوونکي او تسليميدونکو په توګه بايد دپروژو کيفيت ، کار ، چټکتيا اوپه خپل وخت سپارلو ته جدي پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته