کابل باختر دکب شلمه :
دننګرهار ولايت پوليسو دوه تنه نن له وسله والو مخالفينو سره دهمکارۍ په تور ونيول .
د ننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول سمونمل حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل دغه کسان احمد او سيف الرحمن نوميږي او د کندز او لوګر دولايتونو اوسيدونکي دي چې ددولت له وسله والو مخالفينو سره دهمکارۍ په تور ددغه ولايت د سره رود ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ونيول شول .
دغه راز دکوز کونړ ولسوالۍ امنيتي موظفينو دوسايطو ضد دوه ماينونه چې د تروريستي او ورانکارو عملونو دترسره کولو په مقصد دوسله والو مخالفينو له خوا په يوګڼ ميشته لاره کې ځاى پرځاى شوي و کشف اوشنډ کړ .
1 د یوې دقیقې څخه لږ