روغتیا

په هيوادکې د ايبولا ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي په خاطر غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
د ايبولا ناروغۍ د کنترول په خاطر د کورنيو چارو په وزارت کې غونډه جوړه شوه. دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ايبولا ناروغۍ د کنترول کاري ټيم چې د هيواد د جمهوري رياست د عالي مقام د لارښوونې له مخې جوړ شوى دى؛ د کورنيو چارو د وزير محمد عمر داوودزي په مشرۍ او د عامې روغتيا وزارت د معين او سرپرست او د حج او اوقافو د وزارت د معين او سرپرست په ګډون غونډه وکړه او هيواد ته له بيت الله شريف څخه د افغانستان د حاجيانو د ستيندو په وخت کې د ايبولا ناروغۍ د کنترول او درملنې په اړوند خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت سرپرست د ايبولا په ناروغۍ د افرادو د اخته کيدو د عواملو ، د ناروغۍ د خپريدو د څرنګوالى او دغه راز د ايبولا د پراختيا او مبارزې په لاره کې د همکارۍ په باب د نړۍ له روغتيايي سازمان سره د افغانستان د ژمنو به اړوند خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې افغانستان د هغو هيوادونو به کتارکې دى چې د ايبولا ناروغۍ د خپريدو امکان پکې په ټيټه کچه کې دى. آن دا چې د دې اړتيا نشته چې د حاجيانو د ستنيدو په وخت کې په ډله ييزه توګه معاينه شي.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست په دې بيان سره چې سعودي عربستان د دريو افريقايي هيوادونو حاجيانو ته په دغو هيوادونوکې د ايبولا ناروغۍ د خپريدو په دليل د ننوتلو اجازه ورنه کړه ، زياته يې کړه چې په افغانستان کې د ايبولا ناروغۍ دکنترول لپاره د نظر وړ وقايوي تدبيرونه يو احتياطي اقدام دى او له دغې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره لازم اقدامات نيول شوي دي .
د عامې روغتيا وزارت سرپرست زياته کړه: تراوسه پورې په هيوادکې د ايبولا په ناروغۍ د افغانستان د خلکو او په سعودي عربستان کې د ميشتو افغان حاجيانو ترمنځ د ايبولا په ناروغۍ د اخته کيدو هيڅ نښه نښانه نه ده ليدلې شوې او ګرځنده روغتيايي ډلې جوړې شوې دي چې د ناروغۍ د نښو د ليدلو په صورت کې سيمې ته واستول شي .
د حج او اوقافو د وزارت سرپرست وويل: تراوسه پورې د افغانستان هيڅ حاجي په سعودي عربستان کې د ايبولا په ناروغۍ نه دى اخته شوى او په سعودي عربستان کې د افغانستان په دولت پورې اړوندوکلينيکونوهم تراوسه پورې په دغې ناروغۍ د هيواد د حاجيانو د اخته کيدو رپوټ نه دى ورکړى .
په همدې حال کې د عامې روغتيا وزارت د کنترول او څارنې د ادارې رييس د ايبولا ناروغۍ د کنترول او وقايې په لاره کې د دغه وزارت د هر اړخيزو تياريو خبر ورکړ او ويې ويل چې ګرځنده روغتيايي ټيمونه د دغې ناروغۍ د کنترول لپاره لازمې زده کړې کړې دي او چمتو دي چې د اړتيا په صورت کې سيمې ته واستول شي.
د غونډې په پاى کې د ايبولا ناروغۍ د کنترول کميټې پريکړه وکړه چې د بلخ ، کابل ، قندهار او د هرات په ولايتونوکې د عامې روغتيا د رييس ، د حج او اوقافو د رييس او د هوايي ډګر د قوماندان په ګډون تخنيکي ډلې دعامې روغتيا د رياست په مشرۍ جوړې شي چې د حاجيانو د ستنيدو دپروګرام له پيل څخه ترپاى پورې چې شل ورځې وخت نيسي؛ په هوايي ډګرونوکې فعالې شي او د دغې ناروغۍ د نښو د شتون په صورت کې دې لازم تدبيرونه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته