امنیت

په غور کې اووه تنه طالبان ووژل شول اوپنځه تنه نورټپيان شول .

-کابل باختر د لړم  نولسمه
دغور ولايت دفيروزکوه ښار ته څيرمه دامنيتي ځواکونو  او دوګړنۍ پاڅون دځواکونو دتيرې شپې په عملياتو کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
د٢٠٧ ظفر قول اردويوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل دغه عمليات  د فيروز کوه ښار ته څيرمه د شاتيغ غلمين په ساحه کې دوګړني پاڅون دځواکونو په همکاري  ترسره شول چې له امله يې  اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو عملياتوپه بهير کې  د فيروزکوه ښار ته څيرمه  څوکلي  ددولت دمخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته