امنیت

د ډار اچوونکوله شتون څخه د ميدان وردګو د ځينو سيمو پاکول

په داسې حال کې چې د ميدان وردګو ولايت په ځينو سيموکې د ډار اچوونکو ضد پوځي عمليات پاى ته رسيدلي دي، پوځي مقامات د ډار اچوونکو له شتون څخه د دغه ولايت د ځينو سيمو د پاکولو خبرې کوي.

دغه پوځي عمليات په تېرو کابو دوو مياشتوکې د الماس په نامه د جلريز _باميانو د لويې لارې او د جغتو او نرخ د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول.

د ميدان ولايت امنيه قوماندان جنرال احمدفهيم چې ددغو پوځي عملياتو رهبري په غاړه لرله؛ باختر آژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې د جغتو او نرخ د ولسواليو او د جلريز او ميدان وردګو ترمنځ د لارې په شاوخوا کې پراخې ساحې د ډار اچوونکوله شتون څخه پاکې شوې دي.

ده وويل چې د دغو عملياتوپه بهيرکې د ډار اچوونکو څو ستر مرکزونه دړې وړې شوي او پوځيانو د ډار اچوونکو په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي.

د جلريز _ باميانو لويه لاره د ډار اچوونکوله شتون څخه يو پاک شوى واټ دى.

د جلريز _ باميانو لويه لاره له کابو يو کال را په دې خوا د وسله والو طالبانو د ډلې د پراخ شتون او فعاليت ډګر و.

دغه لويه لاره د بمونو او ماينونو له چاودنې څخه نيولې د وسله والو طالبانو  تر وسله والو بريدونو پورې په وار وار د وژونکو ډار اچوونکو پيښو ډګر و.

لکه څنګه چې په دې لاره کې آن ملکي وګړو ته تګ راتګ خطرناک و.

په همدې حال کې ويل کيږي چې د دغو عملياتو په بهيرکې کابو سلو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته