سیاست

د المان د اکادميکي تبادلوى خدمتونو د اداري د همکاريو لسمه کاليزه و نمانځل شوه .

کابلباختر دغبرګولي ٢٢ مـــــــــــــــه

له افغانستان سره د المان د اکادميکي تبادلوى خدمتونو د اداري د همکاريو د پيل د لسمې کاليزې د نمانځنې په خا طر نن په کا بل پوهنتون کې يوه غونډه جوړه شوه .

باختراژانس ته د لوړوزده کړو وزارت داطلاعاتو او خپرونو رياست دخبر له مخې : په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين پوهنوال محمد عثمان با بري ددغه و زارت د محصلا نو د چارو معين پوها ند برى صديقى ، د کا بل پوهنتو ن رئيس پوهاند حميد اله امين ، په کابل کې د المان سفير رود يرګ کونيک

(د اا د) د اداري سکرتر جنرالې ميرمن دوروتيا رو لا ند اود پوهنتونونو يو شمير رئيسا نو او استادا نو ګډون کړي و .

 په غونډه کې لومړى د لوړو زده کړو وزارت معين پو هنوال محمد عثمان با برى د استادانو د ظرفيتونو د لوړولو ، د هيواد په څلورو پوهنتونونو کې د معلوماتى تکنا لوژي د بنسټونو د جوړولو او د کتابونو او نورو مواردو چاپولو په برخو کې د (دااد) د اداري د همکاريو په باب خبرې و کړې.

وروسته د المان سفير د موضوع په باب خبرې و کړې او له ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان د لوړو زده کړو له مرکزونو سره د خپل متبوع هيواد داکادميکي همکاريو په دوام باندې ټينګار و کړ .

دغه را ز له افغانستان سره دالمان د اکادميکي تبادلوى خدمتونو د اداري سکرترجنرالې ميرمن دوروتيارولاند ددغې اداري افتخاري مډالو نه  د لوړو زده کړو پخوا نى وزير  ډا کتر شريف فايز اود کا بل پو هنتون پخوا نى رئيس پو ها ند محمداکبر پو پل ته ور کړل .

 د کا بل پو هنتون درئيس دڅرګند ونو له مخې، د جګړې له کلو نو څخه مخکې کابل پوهنتون ته ا ته سوه تنه استادا ن لرل چې زيا تره يې  د ماستري اودوکتورا په سويه وه او په هغه وخت کې دغه پوهنتون دسيمې له سترو پوهنتونونوسره سيالۍ کوله خوجګړو دغه پرمختګو نه له ډب سره مخا مخ کړل .

 دى ياد ونې وړ ده چې دغه اداره په تيرو لسو کلو نو کې په بيلا بيلو برخو کې د لوړو زده کړو له مرکزونو سره همکاري کړې ده او تر اوسه پورې په بيلا بيلو برخو او په تيره بيا د طب په برخه کې د هيواد دپوهنتونونو د  استادانو شپيته عنوا نه کتا بو نه چاپ کړي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته