سیاست

دمبارکۍ پيغام

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي له خوادالجزاير دخلکودديموکراتيک جمهوريت دجمهوررييس عبدالعزيز بوتفليقه په نامه ددغه هيواددمليورځې له امله په دې شرحه دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى
جلالتمآب عبدالعزيز بوتفليقه،
د الجزاير د خلکو د ډيموکراټيک جمهوريت جمهور رئيس،
خوښ یم د افغانستان د خلکو په استازیتوب د دوست هیواد الجزایر د ملي ورځې په مناسبت د خپلې مبارکۍ مراتب تاسو جلالتمآب او د دغه هیواد ورور ولس ته وړاندې کوم.
د افغانستان خلک له ورور هیواد الجزایر سره خپلو دوستانه اړیکو ته زیات ارزښت ورکوي. هیله لرم زمونږ د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې په ټولو برخو کې لا وده او پراختیا ومومي.
په پای کې تاسو جلالتمآب ته د روغتیا او بریالتیوب او د الجزایر ورور ولس ته د سوکالۍ او ترقۍ هیله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته