امنیت

په قندهار کې درې تنه د نشه يي توکو وړونکي ونيول شول

-قندهار باخترد زمري د میاشتې ۲۱ مه
د قندهارولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو درې تنه د نشه يي توکو وړونکي له له دوه کیلو هېروينو سره نيولي دي.
د امنيې قومنداني د رسنيو مسول ضياء دراني باختراژانس ته وویل چې دغو درېوتنو په خپلو خېټو کې دوه کيلو هېروين ځای پر ځای کړي و.
د دراني په وينا د نشه یي توکو وړونکو کسانو غوښتل چې دغه هېروين د هندوستان هېواد ته ولېږدوي،خو د پوليسو له خوا د قندهار په هوايي ډګر کې ونيول شول.پای/رووفي 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته