امنیت

په افغانستان کې دپنځه ويشتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل.

 

کابل  باختردليندي دمياشتې ٣ نيټه  :

پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان په افغانستان کې   دڅو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.

دغه جګړه ماران تيره شپه او نن سهار  کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و  دافغان او ناټودځواکونوله خوا ورباندې بريد وشو او ووژل  شول.

 باختراژانس دناټوديوې خبرپاڼې له خولې خبر  راکړ  چې په وژل شويو کسانو کې ددغې ډلې دوه تنه سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي .

ويل کيږي دغه وسله وال طالبان  دقندهار ، ارزګان، غزني ، لوګر اوپکتيا دولايتونو په مربوطاتو کې په ترورستي فعاليتونولاس پورې کاوه .

 ناټو وايي  ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو  په لسګونو جنګي وسايل  او  په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او نشه يي توکي   هم ترلاسه شوي دي .

 له بله پلوه ناټو دخبرپاڼې په خپرولوسره دڅو پوځي عملياتو په  بهيرکې  دنهو تنو وسله والو طالبانو دنيولو خبرورکړ.

 دغه  جګړه ماران  کله چې دلوګر ،. غزني ، قندهار او هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دافغان اوناټو دځواکونوله خوا ورباندې بريد وشو او  ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته