اقتصاد

چابهار دامريکا له بنديزونو څخه مستثنى ده .

کابل باختردثور ٢٤مه :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني  دمرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې دامريکا دبهرنيوچارو وزارت له مرستيالې  ميرمن اليس ويلس سره  وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ ،  ميرمن ويلس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې دامريکا په اوږمهالو ژمنو ټينګار وکړ او دسولې دخبرو اترو نتيجې ته درسيدو په خاطر دافغانستان دخلکو کورني اجماع يې ډير مهم وباله ..
  اليس ويلس پر ايران دامريکا  له بنديزونو څخه دچابهار بندر دمستثنى کيدو ددوام خبرورکړ .
رباني هم له افغانستان سره دامريکا  دمرستو ددوام له امله قدرداني وکړه او سولې ته درسيدوپه لاره کې دکورني او سيمه ئيز اجماع ډير مهم وباله .
دواړو لورو دجمهوري رياست دراتلوونکو انتخاباتو سيمه ئيزې همکارۍ ، امنيت  او له ډار اچونې سره دمبارزې په باب  هم خبرې اترې وکړې .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته