امنیت

دملي دفاع وزارت دوياندمرستيال : دوه څلويښت تنه تروريستان وژل شوي او ديرش تنه نور ټپيان شوي دي .

کابل باخترد تلي څوارلسمه :
دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال وايي چې دتروريستانو  له شتون څخه دکندز ښار دپاکولو لپاره پوځي عمليات دوام لري خو داستوګنې په سيمو کې دتروريستانو ځاى نيولو ددغه عملياتو بهير له ځنډ سره مخامخ کړى دى .
دملي دفاع وزارت دوياند  مرستيال  دولت وزيري نن په کابل کې په يوه غونډه کې وويل  چې تروريستان له ملکي وګړو څخه د ډال په توګه  کار اخلي  او دپوځي عملياتو دغه بهير دهيواد امنيتي ځواکونو ته  سخت کړى دى .
ده زياته کړه  چې دتروريستانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو لپاره په کندز ښار او ددغه ولايت په څو ولسواليو کې عمليات دوام لري او داکار دتروريستانو له شتون څخه په بشپړه توګه ددغه ولايت دټولو سيمو ترپاکولوپورې دوام  مومي .
وزيري وويل چې تروريستان  په کندز ولايت  کې ملکي وګړو ته  دسر دروندزيان اړولى دى او امنيتي ځواکونه  نه غواړي چې ددغه ښار دپاکولو په عملياتو کې ملګي وګړو ته زيان  ورسيږي .
دملي دفاع وزارت  دوياند مرستيال  دغه راز وويل چې همدا اوس دهيواد په يوولسو ولايتونوکې دولس پوځي عمليات دوام لري چې له امله يې تراوسه پورې دوه څلويښت تنه تروريستان وژل شوي او ديرش  تنه نور ټپيان شوي دي .
دوزيري  دڅرګندونوله مخې په دغو عملياتو کې يوولس تنه امنيتي ځواکونه شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته