ټولنه

دروان کال په لومړيو اتو مياشتو کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي څه دپاسه درې زره اووه سوه موارد ثبت شوي دي .

کابل باختر د ليندى  دريمه :
دلوى څارنوالۍ دادارې مرستياله  وايي  چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې  په ټول هېواد کې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي  څه ناڅه درې زره اووه سوه  پيښې  ثبتې شوې دي .
  دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې ،  دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي  دکمښت په اړوند  دحکومت  او داړوندو بنسټونو  له هلوځلو سره سره  ، دلوى څارنوالۍ  داداري  مرستياله وايي  چې دروان کال  له پيل څخه تراوسه پورې   په ټول هېواد کې دښځو  او ماشومانو  پرخلاف  دتاوتريخوالي  درې زره اووه سوه  پيښې  ثبتې شوي دي .
  دښځو پرخلاف  له تاوتريخوالي سره  دمبارزې په چارو کې  دلوى څارنوالي دادارې  مرستيالې  پوهنملې  مليحې  حسن  چې  دخبريالانو په وړاندې يې  خبرې کولې  ددغو ټکو  په څرګندولو سره  طرحه کړه  چې دلوى څارنوالي اداره په يوازيتوب سره  درسنيو  ، خلکو او داړوندو ادارو له همکارۍ پرته  نه شي کولى  چې د ښځو او ماشومانو پرخلاف   دتاوتريخوالي  دکمښت په لاره کې فعاليت وکړي .
پوهنملې  مليحې  دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو په لاره کې  دمبارزې  دپراختيا په نسبت  دحکومت په ژمنې  تنيګار وکړ  او ويې ويل هره  ښځه او ماشوم  چې  له تاوتريخوالي  او تيري  سره  مخامخ کيږي  کولى شي  دښځواو ماشومانو پرخلاف  له تاوتريخوالي سره  دمبارزې په چارو کې  دلوى څارنوالي  دادارې  معاونيت ته مراجعه وکړي او دغه اداره مکلفه ده چې قضيه  تعقيب کړي .
  دې دغه راز  په کابل کې  دڅلوروښځو  وژل کيدو ته  اشاره  وکړه او يوځل بيا يې  ددغو بنسټونو دهمکارۍ  غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته