اقتصاد

دپيسو نړيوال صندوق دافغانستان د دولت اجرات بريالي وبلل.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٨
دماليې وزير اکليل حکيمي دپيسو دنړيوال صندوق له مقاماتو سره په واشنګټن کې وکتل .
په دې کتنه کې دواړو لورو دمهمو مالي او اقتصادي مسلو په باب خبرې وکړې .
دماليې وزارت دويندوى دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :دپيسو دنړيوال صندقو اداري مرستيال ميتسو هيرو دڅيړنې او ارزونې دپروګرام له بشپړولو وروسته دافغانستان د دولت اجرات بريالي وبلل.
دماليې وزير اکليل حکيمي دپيسو دنړيوال صندقو له چارواکو څخه په رسمي ډول وغوښتل چې دسترو اقتصادي اصلاحاتو په درې کلن پروګرام کې له افغانستان سره يوځاى کار وکړي .
ديادونې وړه ده دماليې وزير ديوه دولتي هيات په مشرۍ دپيسو دنړيوال صندوق او نړيوال بانک په کلنۍ غونډه کې دګډون په موخه په رسمى سفر واشنګټن دي سي ته تللى دى .
ټاکل شوې ده دماليې وزير ددغه سفر ترڅنګ افغانستان دراتلوونکو پنځو کلونو لپاره دمرستو جلبولو په موخه له پرمختيايي همکارانو سره خبرې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته