نړۍ

ايران شپږو اروپايي هيوادونو ته دخپلو تيلو صادرات بند کړي دي.

تهران دپرس ټي وي خبري سايت دسلواغې دمياشتې ٢٧ :

ايران  ددغه هيواد په تيلو اوبانکي سکتور داروپا دتحاديې دوروستيو بنديزونو په ځواب کې  شپږو اروپايي هيوادونو ته دخپلو تيلو صادرات ځنډولي دي .

ايراني مقاماتو پرون ووويل  چې ايران  دهالند، هسپانيا ، ايتاليا، فرانسې ، يونان اوپرتګال په گډون شپږوهيوادونو ته دخپلوتيلوصادرات بندکړي دي.

ايراني مامورين وويل  چې ايران به خپل تيل يوازي په هغو اروپايي شرکتونو وپلوري  چې په اوږدمهالو قراردادونو موافقه  ولري او ورکول يي کرنتي يا تضمين کړي  وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته