کابل/ باختر/ د ليندۍ ٢٥مه
د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو د وزويرانو د درې اړخيزو خبرو اترو د غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره خبرې اترې وکړې .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دواړو لورو د متقابل سياسي باور او روغې جوړې، د پرمختيايي او نښلولو د همکاريو او د امنيتي او له تروريزم سره د مبارزې د همکاريو په ګډون په درې اړخيزه غونډه کې، د دوه اړخيزو همکاريو د اړوندو موضوعاتو په باب خبرې اترې وکړې .
د هېواد د بهرنيو چارو وزير هم د دوه اړخيزو خبرو اترو د برخې په توګه افغان اتباعو ته د ويزې د رژيم د موضوع يادونه وکړه .
پاکستاني هيئت په دې مقصد د نويو اسانتياوو د برابرولو او په نږدې راتلوونکي کې د ويزې د صادرولو د کچې د زياتوالي په اړوند صلاح الدين رباني ته ډاډ ورکړ .
دواړو لورو دغه راز د کرکټ، موسيقۍ او شعر د برخو په ګډون د متقابلې فرهنګي ديپلوماسۍ په باب خبرې اترې وکړې .
ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل