سیاست

پاکستان دامريکا دښمن دى

کابل  باخترد وري دمياشتې  ١ :
د امريکا دکانګرس يوه غړى پاکستان، د امريکا لپاره د ستونزو منبع  بللې ده.
دامريکا دکانګرس غړى دناردهرباکر ويلي دي چې پاکستان دامريکالپاره د ستونزو مهمه سرچينه ده اوپه دې باندې په خوشبينۍ سره چې پاکستان به بدلون ومومي اويو ډاډمن همکار به وي.
دباکرڅرگندونې په داسې حال کي کيږي چې دامريکا دکانګرس يوې ګډې کميټې  دتيرې سه شنبې په ورځ دافغانستان اوپاکستان دمسئلو  څلورتنه کارپوهان راوبلل  چې له دغو دوو هيوادونو سره  د امريکا د راتلوونکو اړيکو په باب نظر ورکړي .
دناردهرباکر په دې غونډه کې په صراحت سره وويل :  پاکستان  داسې عملونه کړي دي، ښيي چې  دغه هيواد له امريکاسره په دښمنۍ کې دى .
پاکستان، اسامه بن لادن ته پناه ورکړه او د دې پرخلاف چې ډاکتر شکيل اپريدۍ   چې د اسامه په موندلو کې يې له امريکاسره مرسته وکړه؛ بندي کړ او د اپريدۍ د خوشې کولو په باب يې د امريکا غوښتنې ته پاملرنه ونه کړه.
دناردهرباکر څرگندونې په داسې حال کې کيږي چې پخوا يوشمېر نورو امريکايي  سياستوالو د امريکا په وړاندې دپاکستان دعملونو په نسبت غبرګون ښودلي او ويلي يې دي چې دغه هيواد يواځې د امريکايانو دپيسو دترلاسه کولو په فکر دى، آن يو ځل دامريکا ددفاع وزير دپاکستان په پته وويل چې دغه هيواد بايد امريکا په وړاندې روښانه دريځ غوره کړي؛ له  دې پرته دپاکستان لپاره دامريکايانو دصبرکاسه ډګه شوې ده.
په امريکايي مقاماتو سربېره، دافغانستان مقاماتو او سياسي کارپوهانو هم ويلي دي  چې پاکستان له امريکا سره په يوه سياسي لوبه کى دى او امريکا يې په سيمه کې بوخته کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته