سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي، دافغانستان دخلکو د جهاد د برياليتوب د يو ويشتمې کاليزې په مناسبت د بنديانو او محجوزينو د مجازاتو د تخفيف اوبخښنې په باب يو فرمان صادر کړ .

کابل- باختر دثور اوومه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي، دافغانستان دخلکو د جهاد د برياليتوب د يو ويشتمې کاليزې په مناسبت د بنديانو او محجوزينو د مجازاتو د تخفيف اوبخښنې په باب يو فرمان صادر کړ .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دافغانستان داساسي قانون د څلور شپيتمې مادې په اتلسمه فقره کې له ليکل شوى حکم سره سم،  دافغانستان دخلکو د جهاد د برياليتوب د يو ويشتمې کاليزې په مناسبت دهغو محکومينو د بند او حجز د مجازاتو تخفيف او بخښنه چې د محکمو په قطعي او وروستۍ حکم  په جزا محکوم شوي دي؛  په دې ډول منظوره کړه:
د بنديانو بخښنه او تخفيف
لومړۍ ماده :
(١) هغه بنديان چې دمحکمو په قطعي او وروستۍ حکم په بند محکوم شوي دي؛  د دوى د محکوم بها د بند په موده کې دې  په دې ډول تخفيف راشي :
١_  هغه محکومين چې له لسوکلونو څخه زيات د بند په جزا محکوم شوي وي، د دوى د پاتې بند په موده کې دې دوه کاله تخفيف راشي .
٢_  هغه محکومين  چې له پنځوکلونو څخه زيات ترلسو کلونو پورې د بند په  جزا محکوم شوي وي، د دوى د پاتې بند په موده کې دې  يو کال تخفيف راشي .
٣_ هغه محکومين چې تر پنځوکلونو پورې د بندپه جزا محکوم شوي وي، د دوى  د پاتې بند په موده کې دې  شپږ مياشتې تخفيف راشي .
(٢)  که چيرې ددغې مودې په لومړۍ فقره کې د ليکل شوى تخفيف په محاسبه کې د بندي د محکوميت موده بشپړه شي، بندي دې آزاد شي.
د محجوزينو بخښنه او تخفيف
دويمه ماده :
(١) هغه بنديان چې د محکمو په قطعي او وروستۍ حکم په حجز محکوم شوي دي؛  د دوى دمحکوم بها د حجز په موده کې دې په دې ډول تخفيف راشي.
١_  هغه محکومين چې د پنځوکلونوڅخه زيات د حجز په جزا محکوم شوي وي، د دوى د پاتې حجز په موده کې دې دوه کاله تخفيف راشي.
٢_هغه محکومين چې له يوکال څخه زيات ترپنځوکلونو پورې د حجز په جزا محکوم شوي وي، د دوى د پاتې حجز په موده کې دې شپږ مياشتې تخفيف راشي .
٣_هغه محکومين چې تر يوکال پورې د حجز په جزا محکوم شوي وي ، د دوى دپاتې حجز په موده کې دې درې مياشتې تخفيف راشي .
( ٢ )  که چيرې ددغې مادې په لومړۍ فقره کې د ليکل شوي تخفيف په محاسبې سره د محجوز د محکوميت موده بشپړه شي ،  محجوز دې  آزاد شي.
دمحاسبې څرنګوالى 
دريمه ماده :
هغه محکومين چې له پنځوکلونو څخه زيات په بندمحکوم شوي دي، د دوى  دتخفيف ټوله موده د محکوميت د مودې په اوږدوکې د تخفيف او بخښنې له فرمانونوڅخه د دوى د محکوميت د ټولې مودې  له نيمايي څخه زياته شي، په دغه فرمان کې له ليکل شويوتخفيفونو سره استفاده نه شي کولى.
د تطبيق ممانعت
څلورمه ماده :
ددغوجرمونومحکومين ددغه فرمان د حکمونو له ښيګڼوڅخه ګټه نه شي اخستى :
١_  د اعدام په جزا محکومين چې د دوى د محکوم بها مجازات په بند بدل شوى دى .
٢_ دکورنى او بهرنى امنيت پرخلاف د جرمونو محکومين .
  ٣_  د تروريستي جرمونومحکومين .
٤_  د نشه يي توکو د قاچاقو، سوداګرۍ او توليدمحکومين.
٥_  د وسله والو غلاو او يا له پوځي جامو يا دکشف او تحقيق د واکمنۍ مرجع له کارت څخه په استفادې سره د جرمونومحکومين .
  ٦_د شوکماري، تښتونې او يرغمل نيونې د جرمونومحکومين .
  ٧ _ د اداري فساد او د ښځې پرخلاف د تاوتريخوالى د جرمونومحکومين .
استثنايي موارد
پنځمه ماده :
په دغه فرمان کې د ليکل شويو مجازاتو تخفيف اوبخښنه دمحکوم بها د تاوان او د نغدي جزا د جبيره کولو او په دې برخه کې د حق العبدي د دعوا او د حکم د تنفيذ د اقامه کولومخه نه نيسي .
د اړوندو ادارو مکلفيت
شپږمه ماده :
١_  د ښځو د چارو وزارت مکلف دى، هغه ښځې او نجونې چې د دغه فرمان له حکم څخه په استفادې سره خوشې کيږي او شرعي محرم يې حاضر نه وي؛ د دوى  د شرعي محرم تر حاضريدو پورې دې په ملاتړيزومرکزونو او يا په اړوندو امن خونوکې  وساتي او مراتب دې په رسمي ډول د دوى کورنيوته  ابلاغ  کړي .
٢_ دکار او ټولنيزو چارو وزارت مکلف دى، له اتلس کلنى څخه ښکته هغه ماشومان چې ددغه فرمان له حکمونو سره سم آزاديږي؛ د دوى د مشرانو تر حاضريدو پورې دې په اړوند پالنځيوکې وساتي او موضوع دې په رسمي ډول ددغو ماشومانو مشرانو ته  ابلاغ  کړي .
  تطبيقوونکى مرجع
اوومه ماده :
(  ١ ) ددغه فرمان د حکمونو د نافذولوپه مقصد د دغو مراجعو په ترکيب دې په هر ولايت کې کميسيون جوړ شي.
١_  د آزادى د سلب څارنوال دغړى په توګه .
٢_  دملي امنيت دلوى رياست استازى دغړى په توګه.
  ٣_   د بنديانوپه برخه کې د اړونده ولايت دجيل آمر د غړى په توګه.
٤_  د محجوزينوپه برخه کې د ماشومانود اصلاح او روزنې دمرکز  آمر د غړى په توګه.
  ٥_ د افغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون استازى په هماغه ولايت کې  دشتون په صورت کې د غړى په توګه .
  ٦_ په مرکزکې د سترې محکمې د محکمو د حکمونو د تطبيق د څارنې د ادارې رييس او په نورو ولايتونوکې د استيناف دمحکمو د رياست  استازى  د رييس په توګه .
(   ٢ )  موظف کميسيونونه دې ډېر ژر ددغه فرمان حکمونه  عملي او خپل کاري رپوټ دې د نارينه و، ښځو او ماشومانو او دکار د ترسره کولو د نيټې په تفکيک سره د ټولو استفاده کوونکو د شمېر په قيدسره خپل کاري رپوټ د عدليې او دکورنيو چارو وزارتونو او د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست ته  وړاندې کړي .

انفاذ
اتمه ماده :
دغه فرمان د ١٣٩٢ کال د ثور د مياشتې له اتمې نيټې څخه نافذ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته