نړۍ

دايران دبهرنيو چارووزير دبن په دويم کنفرانس کې دګډون لپاره المان ته روان شو

دباختر اطلاعاتي اژانس  دپرس تي  وي دخبري سايت  دڅرګندونو له مخي خبر راکړ   دايران دبهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي له تهران څخه المان روان  شو . ټاکل شوې ده  دى  دافغانستان دراتلونکي  په باب دبن په دويم کنفرانس کي چې  سبا په المان کې جوړيږي  ګډون وکړي .

   په دې کنفرانس کې  به  دملګرو ملتو دسازمان د استازو په ګډون سربيره دنړۍ دهيوادونو نوي تنه استازي برخه واخلي  .

 دغه نړيوال کنفرانس  به په افغانستان کې دثبات دتينګښت لپاره چې دجګړي له څوکلن  بحران سره مخامخ دي  ديوې  ستراتيژي  په طرحه کولو کې مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته