امنیت

د نيمروز د کمال خان بند په امنيتي پوسته بريدکې يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان شول

نيمروز باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
د کمال خان بندساتوونکو يو وسله وال طالب وواژه او درې تنه نور يې ټپيان کړل.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند نن د باختر آژانس  خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون سهار د کمال خان بند د زيان د اړولو په موخه بريد پيل کړ چې د دغه بند د ساتوونکو پوليسو د ميړانې له امله يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل چې وسله وال طالبان د پوليسو د سخت مقاومت له امله له سيمې څخه وتښتيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته