خبرونهامنیتروغتیا

په پکتيکا کې پوليسو ته روغتون جوړېږي

٢٩- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
په پکتيکا کې د يو پوځي روغتون د جوړولو کار نن پيل شو.
ټاکل شوې ده په دې روغتون کې ناروغ او له ډار اچوونکو سره په جګړو کې ټپي شوي پوليسان په وړيا ډول تداوي شي.
دا په داسې حال کې ده چې په پکتيکا کې ناروغ او له ډار اچوونکو سره په جګړو کې ټپي شوي پوليسان په شخصي روغتونونو کې تداوي کېږي اويا هم د ګاونډيو ولايتونو روغتونونوته د درملنې لپاره لېږدول کېږي.
دغه روغتون به شل بسترې ولري چې د حکومت په لګښت جوړېږي.
د پکتيکا امنيه قوماندان جنرال نجيب الله سرتير باختراژانس ته وويل ټاکل شوې ده دغه روغتون تريو کال پورې جوړشي.
هغه وويل دغه روغتون ته پرمختللي طبي وسايل او روغتيايي کارکوونکي په پام کې نيول شوي دي .
د جنرال سرتير د څرګندونوله مخې ؛ دغه پوځي روغتون به د جراحۍ او داخلې څانګې ولري.
د پکتيکا پوليس له دې امله چې په نږدې راتلونکې کې د دوى د درملنې لپاره په ښرنې ښار کې روغتون جوړېږي خوشحاله دي .
هغوى وايي د دغه روغتون له جوړولو وروسته اړ نه دي چې د درملنې لپاره سرګردانه شي او پيسې ولګوي.
ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته