نړۍ

دمصر نوې کابينې د وفادارۍ لوړه وکړه.

قاهره- وى او اې – باختر دکب دمياشتې ١١ په ناڅاپي ډول دمصر دحکومت له استعفا وروسته چې يوه اوونۍ مخکې وشوه ددغه هيواد نوي حکومت پرون د وفادارۍ لوړه وکړه. دمصر دجمهوري رياست کفيل عدلي منصور تيره اوونۍ ابراهيم محلب ددغه هيواد دصدراعظم په توګه وټاکه او کابينه يې جوړه کړه . ده په نوې کابينه کې د پخوانۍ کابينې دوه تنه وزيران د مصر د اردو عمومي قوماندان جنرال عبدالفتاح السيسى د دفاع د وزير او محمد ابراهيم د کورنيو چارو دوزير په توګه ټاکلي دي . ابراهيم محلب د مصر دپخواني جمهور رييس محمدحسنى مبارک په د وران کې دلارو او ودانيو د دولتي سازمان رييس و او په هغه حکومت يې چې د تيرې دوشنبې په ورځ يې استعفا وکړه د ښارجوړولو دچارو وزير و . ده په خبرې کنفرانس کې ژمنه وکړه چې د مصر په ګوټ ګوټ کې کې به تروريزم وځپى او امنيت به ټينګ کړي . ديادونې وړ ده چې د روان کال دچنګاښ له مياشتې څخه تراوسه پورې چې دمصر اردو محمد مرسي دجمهوري رياست له مقام ګوښه کړ حازم ببلاوي ددغه هيواد لنډمهال صدراعطم و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته