سیاست

حامدکرزي په برياليتوب سره په ايران کې دانتخاباتو دترسره کيدو له امله مبارکي وويله.

کابل باختر  دغبرګولي ٢٥ :
دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهوررييس  حامدکرزي  په برياليتوب سره دايران دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کيدو له امله  دايران دمشرتابه مقام ،  دولت  اوخلکو ته مبارکي وويله  .
دباختراژانس  دخبرله مخې، په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست  دمطبوعاتي دفتر له لارې خپره شوې ده ويل  شوي دي .
حامدکرزي په برياليتوب سره  دسولې  او آرامي  په فضا کې دايران دانتخاباتو دترسره کيدو او ددغه هيواد دخلکو دپراخ ګډون له امله خوښي  څرگنده کړه او  داکاريې په دغه ورور هيواد کې دولسواکۍ  دلازياتې پياوړتيا په لاره کې يو ګام  وباله .
جمهوررييس هيله وکړه  چې دنوى  حکومت دکار په پيل کيدوسره  ددوو وروڼو اوګاونډيو هيوادونو په توګه دافغانستان اوايران ترمنځ اړيکې له پخوا زياتې پراختيا ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته