امنیت

څلور تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
د بغلان پوليسو نن په  دوو جلا جلا قضيو  نن سهار څلور تنه د  نشه يي توکو ليږدونې په   تور ونيول .
د  بغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى  احمد جاويد بشارت باختر آژانس ته وويل :  په لومړى قضيه  کې شل کيلوګرامه چرس چې د يو سراچه موټر په  واسطه دنهرين له ولسوالۍ څخه دپلخمري ښارته ليږدول کيدل  چې پوليسو په  دې اړوند درى تنه ونيول  او په دويمه قضيه کې يو تن چې غوښتل يې درې کيلوګرامه چرس له خنجانو ولسوالۍ څخه دپلخمري ښارته وليږدوي ونيول شو.
خبرځاى زياته کړه ،نيول شوى کسان له موټرواونشه يي توکوسره امنيې قوماندانۍ   ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته