امنیت

د ننګرهار د پوهنې په ریاست وسله وال برید د درې برید ګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد

جلال اباد باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۱ مه
د  ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې په دغه برید کې درې تنو بریدګرو برخه اخیستې چې يوه یې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه خو دوه تنه نوريې د  امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند  عطاء الله خوږیاڼي د  باختر اژانس  سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه برید نن سهار لس بجې د  ننګرهار د پوهنې په ریاست شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې برید د دريو تنو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسیدلی او  ملکي وګړو ته په کې زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دغه برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې .
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته