نړۍ

په تاجکستان کې دميشتو روسي ځواکونو تمرينونه

مسکو نړيوالې خبري منابع  باختردزمري دمياشتې  ٢١ :
په تاجکستان کې دروسي  ميشتو ځواکونو پرون ددغه هېواد په غرنيو سيمو کې خپل ځانګړي تمرينونه پيل کړل.
په تاجکستان کې دروسيې د٢٠١ پوحي اډې دمطبوعاتي دفتر دخبرله مخې :
روسي ځواکونه ددغو تمرينونو په بهيرکې له تروريستي ډلو سره دمقابلې لارې چارې زده کوي.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې :  ددغو تمرينونو دترسره کولو هدف چې دتاجکستان په توده هوا کې ترسره کيږي په رسمي ډول نه دى اعلام شوى  خو ويل کيږي  چې دغه تمرينونه له افغانستان  څخه دلويديځو هېوادونو دنږدې وتلو سره اړيکه لري .
روسيې پخوا اعلام کړى و  چې له افغانستان څخه دلويديځو  ځواکونو له وتلو وروسته به دمرکزي اسياهيوادونه يوازې پرنږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته