کابل باختر دوري اوومه :
څه دپاسه درې سوه کيلوګرامه نشه يي توکي نن په زرنج ښارکې ترلاسه شول. دنيمروز ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول محمد عمري باخترآژانس ته وويل: دغه نشه يي توکي د زرنج ښار په جنوبي برخه کې له نشه يي توکوسره د مبارزې مديريت د منسوبينو له خوا ترلاسه شوي دي.
خبرځاى زياته کړه قاچاق وړونکو دغه نشه يي توکي ايران ته د ليږدونې په مقصد په دغه ساحه کې پټ کړي و .
ويل کيږي د قضيې په اړوندڅوک نه دي نيول شوي خو پوليس د دغې پيښې د عاملينو د نيولو لپاره هلې ځلې کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ