کابل- باختر دوري دمياشتې ٦
د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ قاف لندره د ليسې ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ ولايت د پوهنې رياست مرستيال عبدالحى آرام باختر آژانس ته وويل: ددغې ليسې ودانۍ د څلور جريبه ځمکې په ساحه کې د آلمان په مرسته د يو سلو اويا زرو امريکايي ډالرو په لګښت په دوو پوړونوکې د اتو مياشتو په بهيرکې جوړه شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: دغه ودانۍ دولس درسي او څلور اداري خونې، د انګړ ديوال ، د اوبو رسولو سيستم او نور ضروري ملحقات لري او د نجونو او هلکانو په ګډون د څه دپاسه پنځه سوه پنځوسوتنو زده کوونکو ستونزې چې پخوايې په پرانستې فضا کې زده کړه کوله ، لرې شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ