امنیت

په کابل کې د نن سهار په چاودنه کې درې تنه ټپيان شول

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٥ :
په کابل کې د ملي اردو په يو رنجر موټر کې نن سهار د يوځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله درې تنه ټپيان شول.
د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې آمر سمونوال احمدفواد شاهي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ماين د ملي اردو په يوه ليږدونکې واسطه کې ځاى پرځاى شوى و چې نن سهار د ٩ بجو په شاوخواکې د کابل ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتوکې دعامې روغتيا په څلور لارې ساحه کې د ملي دفاع وزارت د پيژنتون رياست په وړاندې وچاوديد چې له امله يې د ملي اردو يو افسر او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته