کابل باختر د سلواغې اوومه :
په ننګرهار ولايت کې له پاکستان څخه له درې سوه راستنو شويوکورنيو سره مرسته وشوه .
دخبرونوله مخې: په دې دوره کې له دغو کورنيو سره دنغدو پيسومرسته شوې ده.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس باخترآژانس ته وويل چې په دې دوره کې په هرې کورنۍ دوه مياشتني خوراکي توکي او شپاړلس شپاړلس زره افغانۍ ويشلې شوې دي .
دغه کورنۍ له پاکستان څخه راستنې شوې دي او يوشمير نورې دکورنيو جګړو له امله بې ځايه شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ