کابل باختر د مرغومي لسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د کابل بادام باغ ښځینه زندان ته لاړ او د ښځینه زندانیانو وضعیت یې له نږدې څخه وکوت.
دجمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په پیل کې د یاد زندان مسوولې د زندان د وضعیت د څرنګوالي په هکله جمهور رئیس ته مفصل راپور او معلومات ورکړل. همدارنګه درې تنه ښځينه زندانیانو د نورو زندانیانو د ستونزو په هکله خبرې وکړې او له عدلي او قضایي بنسټونو څخه یې پر وخت د دوی د دوسیو د څېړنې غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس غني د معلوماتو له اورېدلو وروسته وویل، د ۴۰ تنه ښځینه زندانیانو د ازادولوفرمان بشپړ شوی دی، چې پر بنسټ به یې په شرایطو برابر کسان له زندان څخه خوشې شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د بښنې له فرمانونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په خاطر د یادو فرمانونو د تطبیق بهیر په خپله څارم. هغه زیاته کړه، د زندانیانو د دوسیو د بیا څېړنې دستور مې ورکړی دی، تر څو د هغو حکمونو په برخه کې چې نه دي تطبیق شوي اقدام وشي.
جمهور رئیس غني لارښوونه وکړه، چې د ښځينه زندانیانو د دوسیو د څېړلو د بهیر د ارزونې په موخه دې د ښځینه وکیلانو او مدني بنسټونو بې طرفه پلاوی وګومارل شي. هغه زیاته کړه، د زندانیانو دوسیو ته د زورواکانو د نفوذ د مخنیوي په خاطر به ځانګړې محکمه رامنځته کړي.
جمهور رئیس غني ښځینه زندانیانو ته ډاډ ورکړ، چې له دې وروسته به یې دوسیې د منظم کمپیوټري جدول په بڼه برابرې شي او د بښنې له فرمان سره به په شرایطو د برابرو زندانیانو فهرست هم مل وي.
جمهور رئیس غني په پای کې مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې ښځينه زندانیانو ته د استوګنې ښه شرایط برابر کړي.