سیاست

عدلي او قضايي ارګانونه دې بې طرفي وساتي.

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ديارلسمه
عدلي او قضايي ارګانونه دې په هر حالت کې خپله بې طرفي وساتي او هيڅ ډول فشار ته له تسليمېدو پرته دې عدالت تامين کړي.
دغه څرګندونې د پکتيا والي زلمی وېسا د دغه ولایت د استيناف څارنوالۍ د نوي رېیس د پېژندلو په غونډه کې وکړې.
وېسا د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل چې عدلي او قضايي ارګانونه په هره ټولنه کې د ټولنیز عدالت د ساتنې او دتاوتريخوالي د مخنيوي او اصلاح په موخه رامنځته کيږي، چې د بشري ټولنې د تکامل ستنې بلل کيږي.
ده زياته کړه په شريعت او اساسي قانون کې د دغو ارګانونو د څرګند شوي رول له مخې، څارنوالان او قاضیان بايد یوازې د قانون تطبیق خپله تګلاره وګرځوي او په دې لاره کې هيڅ ډول فشار د دوی د مسوليتونو مخه ونه نيسي.
ده له دغو ارګانونو څخه د بشپړ شفافیت او فساد پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه او هيله یې څرګنده کړه چې د پکتيا ولایت د استناف څارنوالۍ د ریاست لپاره نوی رېیس به د پخواني رېیس تګلاره خپله کړي او د هغه له خوا د مفسدينو پر ضد مبارزه به جاري وساتي.
د پکتيا ولایت د استيناف څارنوالۍ نوي رېیس سید عنبر پاچا چې له دې وړاندې یې هم د هېواد په بېلابېلو عدلي او قضايي ادارو کې لسګونه کلونو خدمت کړی، په خپلو خبرو کې وويل چې دی به یوازې حق حقدار ته د سپارلو او د اساسي قانون د تطبیق هڅه وکړي او پرې به نږدي چې په ادارو او ټولنه کې فساد خپور شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته